۰

بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمه پلی ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې دوه ملکي افغان وژل شوي او درې بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.
بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمه پلی ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې دوه ملکي افغان وژل شوي او درې بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده ویلي، دغه برید پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د دې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو ګزمه د تېرېدو په حال کې و، چې یوه پلي ځانمرګی بریدګر پرې برید کړی دی.

په ورته وخت د پروان د والي ویدا شهکار ویلي، چې برید د بګرام ولسوالۍ په سې دوکان سیمه کې شوی، چې له امله یې دوه ملکي افغان افغان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

د هغې په وینا ټپي شوي کسان هم دوه افغان مېرمنې دي، چې د درملنې له پاره د بګرام هوايي اډې روغتون ته وړل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسؤولیت چا منلی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیست.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د میدان وردګ ولایت د بند چک ولسوالۍ د پنه بازار کې پر ملي ادرو هم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د ۷ سرتېري وژل شوي او د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال صافی ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي