۰

روسان او پاکستانیان ګډ پوځي تمرینا پیلوي

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
ټاکل شوې روسیه او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیل کړي، چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به دوام ولري.
روسان او پاکستانیان ګډ پوځي تمرینا پیلوي
ټاکل شوې روسیه او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیل کړي، چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تمرینات به د راتلونکې یکشنبې د تلې ۲۹ مه نېټه پیل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې تمریناتو کې به د دواړو هېوادنو دوه سوه عسکر برخه واخلي او دوه اونۍ به دوام وکړي.

دې پوځي تمریناتو ته د دوستۍ تمریناتو نوم ورکړل شوی دی او په کې به د روسیې ٧٠ عسکر برخه ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تمرینات پیښور ښار ته نږدی د چراټ سیمه کې ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي