دفاع وزارت:

بلخ او ارزوګان کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

26 میزان 1397 ساعت 11:32

ملي دفاع وزارت وايي، بلخ او اروزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، بلخ او اروزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د تلې ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون د بلخ په چمتال او د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ګیزاب ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بلخ په چمتال کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او ۸ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د اروزګان مرکز اړوند د سفید خار په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې خبر پاڼې ویلي، چې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com