۰

ولسمشر غني او د امریکا د ولسمشر مرستیال تلېفوني خبرې کړې دي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په تلېفوني اړیکه کې نوموړي ته د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر غني او د امریکا د ولسمشر مرستیال تلېفوني خبرې کړې دي
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په تلېفوني اړیکه کې نوموړي ته د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه نن سه شنبې د تلې لړم لومړۍ نېټه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې بریالي وبللې.

نوموړي ویلي، چې افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی او په دې ګډون سره یې وښوده، چې افغان ولس ولسواکۍ ته ژمن او له جګړې ستړی شوی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه هم بحثونه کړي دي.

مایک پینس ویلي په کندهار کې د یوه پیاوړي نظامي قومندان جنرال رازق پر مړینه هم خواشیني دي او په دې اړه د خپلې غمرازۍ مراتب له افغان حکومت سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي