ولسمشر غني کندهار ولایت ته ورسېده

1 عقرب 1397 ساعت 10:13

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي د فاتحې په موخه کندهار ولایت ته ورسېده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي د فاتحې په موخه کندهار ولایت ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن سه شنبې د لړم اوله له غرمې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته رسېدلی دی.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي.

ولسمشر غني به د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق قبر ته د دعا تر څنګ د هغه پر شهادت د نوموړي کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 109492

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109492/

جمهور
  https://www.jomhornews.com