افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي د فاتحې په موخه کندهار ولایت ته ورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن سه شنبې د لړم اوله له غرمې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته رسېدلی دی.
له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي.
ولسمشر غني به د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق قبر ته د دعا تر څنګ د هغه پر شهادت د نوموړي کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ وکړي.
جمهورخبري آژانس:کندهار