کابل، کونړ او نورستان کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1 عقرب 1397 ساعت 13:37

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کابل، کونړ او نورستان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کابل، کونړ او نورستان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبین درې د چهل ګزي په سیمه کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو درې غړي سخت ټپیان شوي دي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا خبرپاڼه وايي، د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، خو د افغان ځواکونو د زیان په اړه او دغه راز طالبانو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې خبربانه کې راغلي، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي.

خو په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com