۰

کابل، کونړ او نورستان کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کابل، کونړ او نورستان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل، کونړ او نورستان کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کابل، کونړ او نورستان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبین درې د چهل ګزي په سیمه کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو درې غړي سخت ټپیان شوي دي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا خبرپاڼه وايي، د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، خو د افغان ځواکونو د زیان په اړه او دغه راز طالبانو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې خبربانه کې راغلي، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي.

خو په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي