د ولسي جرګې ډېری غړي:

پارلماني ټاکنې رڼې وې او هغه یې درغلې بولي، چې ځانونه ورته ناکام ښکاري

2 عقرب 1397 ساعت 15:11

د ولسي جرګې ډېری غړي د تېرې شنبې او یک شنبې په ورځو د ولسي جرګې تر سره شوې ټاکنې ډېرې رڼې بولي او وایي هغه کسان په دې ټاکنو نیوکه کوي او درغلې یې ګني، چې ځانونه ورته ناکام ښکاري.


د ولسي جرګې ډېری غړي د تېرې شنبې او یک شنبې په ورځو د ولسي جرګې تر سره شوې ټاکنې ډېرې رڼې بولي او وایي هغه کسان په دې ټاکنو نیوکه کوي او درغلې یې ګني، چې ځانونه ورته ناکام ښکاري.

خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړو بیا په تېرو ټاکنو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوي.

د جرګې د نن چهارشنبې د لړم دوهمه په امتیازي ساعت کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح د ولسي جرګې ټاکنې خورا رڼې وبللې او ویې ویل، چې د افغانستان په تاریخ کې په دې ټاکنو کې درغلي کمه وه.

د هغه په وینا هغه کسان د ټاکنو پر پروسه نیوکه کوي او له درغلۍ یې ډګه بولي، چې د ده په وینا پر دې باوري، چې ټاکنې یې بایللې او پارلمان ته لار نه شي موندلی.

نوموړي د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ، هغه کسان پرېنږدي، چې غواړي، د ولس له باور سره خیانت وکړي او ستونزې جوړې کړي.

په جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي هم و ویل، چې ټاکنې تر ډېره رڼې وې، خو په ځینو مرکزونو کې درغلي شوې ده، چې کمېسیون یې باید جدي پلټنه وکړي او پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.

د کټوازي په وینا په ځینو ځایونو کې چې درغلۍ شوې او یا هم لار ورته هواره شوې هغه هم د دې له امله چې هلته بایومتریک سیستم فعال نه و.

وکیلانو همدا راز ویلي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پایلې اعلانوي نو ټول اړخونه دې دغه پایلې ومني او په هېواد کې دې بې ځایه مخالفتونو او لاریونو ته زمینه نه برابروي.

خو د ولسي جرګې ځینو وکیلانو بیا دغه ټاکنې له ستونزو او درغلیو ډکې بللې او ټینګار یې کاوه، چې په ډېری مرکزونو کې درغلي شوې ده.

د جرګې غړي محمد هاشم مهمدي و ویل، په خواشنۍ سره د کابل په لوېدیځ کې په ښکاره ډول د رایو پېر او پلور روان و، او ان درې ورځې ټاکنې تر سره شوې.

هغه و ویل، چې د ټاکنو په درېیمه ورځ یې خپله یوه ډینا موټر چې د رایو صندقونه په کې بار و وڅاره چې په څرخي پله کې پوځي روزنیز مرکز ته د ننه شو او کله مې چې پوښته وکړه راته و ویل، چې د پوځ ۱۰۰ افسران د رایې له ورکولو پاتې دي، هغوی باید رایه ورکړي.

په جرګه کې د نورستان استازي هم ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې ډېری صندقونه د والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو مسولینو له خوا د ځانګړو نوماندانو په پلوي ډګ شوي دي.

ولسي جرګه کې د لوګر استازي شکیلا هاشمي هم و ویل، چې په لوګر کې د ټاکنو په پروسه کې بې درېغه درغلي شوې او د دې په وینا دا ځل به ولسي جرګې ته هغه زورواکي له لوګر څخه راشي، چې په درغلۍ یې صندقونه ډک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com