۰

د پاکستان استخباراتي سرچینې وايي، ملا برادر خوشی شوی دی

پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۲۰
د پاکستان د استخباراتي ادارې دوه لوړو چارواکو تایید کړې، چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مرستیال ملا عبدالغني برادر له زندانه خوشی شوی دی.
د پاکستان استخباراتي سرچینې وايي، ملا برادر خوشی شوی دی
د پاکستان د استخباراتي ادارې دوه لوړو چارواکو تایید کړې، چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مرستیال ملا عبدالغني برادر له زندانه خوشی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا برادر د آزادولو راپورونه درې ورځې وړاندې ځینې طالب سرچینو ورکړ، خو ځینو پخوانیو طالب چارواکو دا خبره رد کړه او د افغانستان د سولې عالي شورا یې په اړه بې خبري وښوده.

خو اوس تازه د پاکستان د څارګرې ادارې دوه لوړ پوړو چارواکو چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، چې ملا برادر خوشی شوی دی.

دغه پاکستاني چارواکو اسوشیتیدپرس ته ویلي، چې ملا برادر په لوړه کچه تر خبرو وروسته آزاد کړای شوی دی.

که څه هم دغه پاکستاني چارواکو دا نه دي ویلي، چې ملا برارد څه وخت خوشی شوی او اوس چېرته دی، ځینې سرچینې وايي، چې ملا برادر تر خوشي کېدو وروسته د پاکستان کراچۍ کې یو نظامي مېلمستون ته بېول شوی دی.

تر اوسه هم نه ده معلومه چې هغه د روغتيا د خرابوالي له امله خوشی شوی او که د سولې په پروسه کې د طالبانو او امريکا د خبرو اترو په پايله کې.

خو ځینو سرچینو وړاندې ویلي و، چې ملا برارد  د امریکا له خوا د افغان سولې له پاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو وروسته له پاکستانه غوښتی، چې ملا برادر خوشی کړی.

راپورنه وايي، امریکا د قطر له امیر څخه په دې برخه کې مرسته غوښتې او هغه هم له پاکستانه غوښتي، چې ملا برادر خوشی کړی.

طالب سرچینو هم تایید کړې، چې ملا برادر خوشی شوی، خو دا چې له کوم زندان څخه او اوس چېرته دی په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي، په ٢٠١٠ زېږديز کال کې هغه مهال د پاکستان له خوا په کراچۍ ښار کې ونيول شو چې د دې ډلې مرستيال و.

په ١٣٩٢ لمريز کال کې هم د ملا برادر د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شول، چې د افغان حکومت او سولې شورا له خوا هم تاييد شوي وو، خو وروسته معلومه شوه چې خوشی شوى نه دى.

د افغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې بار بار له پاکستانه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کړې، خو هغوى يې دا غوښتنه نه ده منلې.

۵۰ کلن ملا عبدالغني برادر د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د پوپلزيو په قوم پورې تړاو لري، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي یې هم د خلاصون له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي