۰
څېړنه:

د نړۍ تر ټولو ډېر ترهګر او ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي

شنبی ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۳
د اکسفورډ پوهنتون په مرسته د برېتانیا یوه څېړنه کې ویل شوي، چې د نړۍ تر ټولو ډېر ترهګر او ترهګرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري.
د نړۍ تر ټولو ډېر ترهګر او ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي
د اکسفورډ پوهنتون په مرسته د برېتانیا یوه څېړنه کې ویل شوي، چې د نړۍ تر ټولو ډېر ترهګر او ترهګرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې څېړنې څخه په ورکړل شوي راپور کې راغلي، د نړۍ تر ټولو ډېرې سترې او خطرناکې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري او د ډېری ترهګرو ډلو لومړني زړي هم په دغه هېواد کې کرل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې طالبان، القاعده شبکه، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او نور ترهګر هغه ډلې دي چې په پاکستان کې یې سر را راپورته کړی او لا هم په دغه هېواد کې مرکزونه لري.

دغه راز په راپور کې لیکل شوی، چې پاکستان تر سوریې درې برابره ډېر د ترهګرو له خطر سره مخ دی او هلته بشري وضعیت خورا ترینګلی دی.

راپور کې ټینګار شوی، چې پاکستان د ترهګرو له تر ټولو ډېر ګواښ سره مخ دی او ښايي په دغه هېواد کې بشري ناورین د ترهګرو د ملاتړ له امله رامنځ ته شي.

په دغه راپور کې زیاته شوې، چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن پيدا کېدل تر ټولو ښه ثبوت دی چې ښيي پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ روان دی او باید پر وړاندې یې اقدامات وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي