د افغان حکومت اجرائیه رییس متحده عربي اماراتو ته ولاړ

7 عقرب 1397 ساعت 14:09

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او وروسره پلاوی نن دوشنبې د لړم ۷ مه متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د اجرایيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون وايي، اماراتو ته د عبدالله سفر موخه د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې ګډون کول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې نوموړی به په دې غونده کې چې د ۱۹۳ هېوادونو استازي په کې ګډون کوي وینا وکړي.

باید و ویل شي، چې له عبدالله سره په دې سفر کې مخابراتو وزير او یو شمېر نور چارواکي هم ملتیا کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109703

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109703/

جمهور
  https://www.jomhornews.com