۰
ملا برادر خپلو پلویانو ته!

زما سره د لیدو هڅه مه کوي او په خپله خوښه چېرته مه روانېږۍ

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان له زندانه خوشی شوي د طالبانو پخواني مرستیال ملا عبدالغني برارد له خپلو پلویانو غوښتي، چې دا مهال له ده سره له لېدو ډډه وکړي او په خپل سر دې چېرته نه ځي.
زما سره د لیدو هڅه مه کوي او په خپله خوښه چېرته مه روانېږۍ
په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان له زندانه خوشی شوي د طالبانو پخواني مرستیال ملا عبدالغني برارد له خپلو پلویانو غوښتي، چې دا مهال له ده سره له لېدو ډډه وکړي او په خپل سر دې چېرته نه ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا له زندان د ملا برادر د خوشي کېدو
ملا برادر په دغه پیغام کې ویلي«زه له الله ج راضي یم، الله ج دې له موږ څخه د دین، اسلام، ملت او وطن خدمت واخلي، تاسو ته توصیه او مشوره ده، تر کومه وخته چې زموږ له خوا تاسو ته څه خبره نه وي شوې، چې چېرته روان یا فلانکي ځای ته ولاړ شۍ، نو خپل ځای به یاست، په خپله خوښه مه روانېږۍ.»
وروسته د هغه لومړی غږیز پیغام دی، چې خپور او رسنیو تر لاسه کړی دی.

نوموړي په دغه یو دقیقي پیغام کې له خپلو پلویانو سره خبرو کې ویلي، چې دمګرۍ له ده سره د لېدو څخه ډډه وکړي.

ملا برادر په دغه پیغام کې ویلي«زه له الله ج راضي یم، الله ج دې له موږ څخه د دین، اسلام، ملت او وطن خدمت واخلي، تاسو ته توصیه او مشوره ده، تر کومه وخته چې زموږ له خوا تاسو ته څه خبره نه وي شوې، چې چېرته روان یا فلانکي ځای ته ولاړ شۍ، نو خپل ځای به یاست، په خپله خوښه مه روانېږۍ.»

نوموړي په دې پیغام کې خپلو ملګرو او پلویانو ته زیاته کړې چې ستاسو سره لیدل به له ده سره وي یا نه، خو هیله لري، چې له دوی سره و ویني.

ملا عبدالغني برادر وړاندې ویلي« له ټولو مشرانو مجاهدينو او کشرانو سره بېخي مطمئن واوسئ، کومه خبره نشته، الله مو وساته، الله پاک دې ستاسو مشکلات  حل او اسانه کړي.»

باید و ویل شي، چې د طالبانو مرستیال
ملا عبدالغني برادر وړاندې ویلي« له ټولو مشرانو مجاهدينو او کشرانو سره بېخي مطمئن واوسئ، کومه خبره نشته، الله مو وساته، الله پاک دې ستاسو مشکلات حل او اسانه کړي.»
مشر ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد د څارګرې ادارې له خوا ونیول شو او له تېرو ۸ کلونو راهیسې په زندان کې وو.

هغه تېره اوونۍ د پاکستان له زندان څخه خوشی شو، خو د ځای ځایګي په اړه یې ضد او نقیض راپورونه دي، چې ځینې وايي، کراچې کې دی او ځینې وايي، اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی.

ویل کېږي ملا برادر د معدې او شکرې ناروغي لري، خو څو ورځې وړاندې راپورو کې ویل شوي، چې پاکستاني ډاکترانو د هغه د روغتیايي حالت د ښوالي خبر ورکړی دی.

په دغه غږیز پیغام کې هم ښکاري، چې د ملا عبدالغني برارد روغتیايي حالت ښه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي