جاپان له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

8 عقرب 1397 ساعت 14:18

جاپان له افغانستان سره د اوبو د کنټرول او مدیریت په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، چې ډېری به یې د کانالونو په رغولو ولګېږي.


جاپان له افغانستان سره د اوبو د کنټرول او مدیریت په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، چې ډېری به یې د کانالونو په رغولو ولګېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې تړون نن سه شنبې د لړم ۸ مه کابل کې د جاپان سفیر مستوجي سوزوکا او د افغانستان د وبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خُلمي تر منځ لاسلیک شو.

د دې تړون د لاسلیک پر مهال کابل کې جاپاني سفیر مستوجي سوزوکا و ویل، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او کرنیز صنعت د افغانستان د ټول کورني ناخالص تولید په سلو کې تر ۳۰ زیات جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ۸۸ سلنه افغانان په یوه نه یو ډول له کرنې سره تړلي او چاپان هم د افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرېزۍ سرپرست وزیر وزیر محمد ګل خُلمي و ویل، دا پروژه مرسته کوي چې بې مځکو او بې روزګارو خلکو ته د کار شرایط برابر شي.

د هغه په وینا د جاپان هېواد د دې ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې ډېره برخه به پر کانالونو ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور میاشتې وړاندې هم جاپان په افغانستان کې د ۵ ملیونه او ۲ لکه میندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ۸ ملیونه او یو لک ډالره مرسته اعلان کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 109745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com