د روسیې امنیت سازمان مخې ته ځانمرګی برید شوی دی

10 عقرب 1397 ساعت 7:01

روسي چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بي) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.


روسي چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بي) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پر ځای وخت ۹ بجې د روسیې په آرخانګاسلک ښار کې رامنځ ته شوی دی.

روسي چارواکو ویلي، ۱۷ کلن ځانمرګي بریدګر د امنیت سازمان تر لومړی دروازې ننوتلو وروسته ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د روسي چارواکو په خبره په دې برید کې د اف اس پي درې کارکوونکي ټپیان شوي او د سازمان ودانۍ ته درند زیان اوښتی دی.

د روسیې څېړونکي دا یوه ترهګره پېښه بللې او څارونکو کمرو د برید کوونکي انځورونه خپاره کړي دي.

روسیه وایي، د بریدګر هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com