تخار کې یوې مور له خپلو دوه زامنو سرونه پرې کړي

10 عقرب 1397 ساعت 14:19

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اقبال بي بي په نوم ۴۰ کلنې ښځې د خپلو دوه زامنو چې یو یې ۴ او بل یې ۸ کلن و د چړې په واسطه سرونه له تنه پرې کړي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رمنځ ته شوې او په قتل تورنه مور هم د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د تخار د امنیت امر نظام الدین هم د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو پخلی کړی او وایي په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


د مطلب کود: 109825

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109825/

جمهور
  https://www.jomhornews.com