سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمه ییزه چارواکو په وینا د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اقبال بي بي په نوم ۴۰ کلنې ښځې د خپلو دوه زامنو چې یو یې ۴ او بل یې ۸ کلن و د چړې په واسطه سرونه له تنه پرې کړي دي.
چارواکو زیاته کړې، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رمنځ ته شوې او په قتل تورنه مور هم د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
د تخار د امنیت امر نظام الدین هم د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو پخلی کړی او وایي په اړه یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:تخار