۰

سیګار وايي پر افغان خاوره د طالبانو کنټرول زیات شوی خو افغان امنیتي ارګانونو یې راپور رد کړ

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو تر بل هر وخت په افغانستان کې پر زیاته خاوره کنټرول لري، خو د سیګار دغه راپور افغان امنیتي ارګانو رد کړی دی.
سیګار وايي پر افغان خاوره د طالبانو کنټرول زیات شوی خو افغان امنیتي ارګانونو یې راپور رد کړ
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو تر بل هر وخت په افغانستان کې پر زیاته خاوره کنټرول لري، خو د سیګار دغه راپور افغان امنیتي ارګانو رد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په دې راپور کې چې پرون چهارشنبې د لړم ۹ مه خپور شوی ویلي، چې افغان حکومت دا مهال یوازې پر ۵۵.۵ سلنه خاورې کنټرول لري، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۷۲ سلنه وه.

بل خوا سیګار په دې راپور کې ویلي د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې پر پروګرامونو د امریکا دفاع وزارت سلګونو میلیونه ډالره لګولي، خو اغېزناکه پایله یې نه ده لرلې.

سیګار وايي دفاع وزارت له قراردادیانو سره له ۲۰۱۰ کال راهیسې د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور قرار دادونه کړي چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېرو ته روزنه ورکړي، له دې ډلې نور یې ختم خو یوازې یو یې چې ۴۲۱ میلیونه ډالر ارزښت لري لا هم پاتې دی او روانه میاشت دا قرار داد هم ختمېږي.

خو د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړی او وايي، د دې پروګرامونو  له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهارتونه او وړتیاوې ډېرې لوړې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي، دا ادعاوې چې ګوندي د امریکا مرستې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره کومه مثبته پایله نه لري په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي