۰

د پنجشېر په ایمرجنسي روغتون کې ۱۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
د پنچېشر ولایت د اېمرجنسي روغتون چارواکي وايي، په دغه روغتون کې ۱۲ نوي زېږدو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پنجشېر په ایمرجنسي روغتون کې ۱۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د پنچېشر ولایت د اېمرجنسي روغتون چارواکي وايي، په دغه روغتون کې ۱۲ نوي زېږدو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد روغتون رییس ډاکتر محمد اکبر جان جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۳ مه په اېمرجنسي روغتون کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه روغتون کې ۱۲ نوي زېږدي ماشومان چې له ۶ تر ۱۵ ورځو پورې عمرونه یې درلودل او د روغتون په بېړنۍ څانګه کې ساتل کېدل د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وايي، مړه شوي ماشومان شپږ تنه د پروان ولایت، درې تنه د کاپیسا او درې تنه نور هم د پنجښېر ولایت وو.

د پنچشېر د اېمرجنسي روغتون رییس وايي، تر اوسه د دې پېشې علت نه دی معلوم شوی.

خو په ورته وخت کې د پنجشېر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤول محمد منصور عنابي وايي، د پېښې د څېړلو له پاره د ولایت مقام له خوا د دولتي او غیر دولتي بنسټونو یو پلاوی ټاکل شوی، چې تر څېړنو وروسته به جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:پنجشېر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي