۰
ګلوبل ټایمز:

چین کولای شي د ترهګرو ملاتړي هېوادونه له دغه کاره راوګرځوي

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
د ګلوبل ټایمز په نامه یوه نشریه لیکي، چین کولای شي د ترهګرو ملاتړي هېوادونه له دغه کاره راوګرځوي او د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوي.
چین کولای شي د ترهګرو ملاتړي هېوادونه له دغه کاره راوګرځوي
د ګلوبل ټایمز په نامه یوه نشریه لیکي، چین کولای شي د ترهګرو ملاتړي هېوادونه له دغه کاره راوګرځوي او د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ګلوبل ټایمز نشریې په مقاله کې ویل شوي، چین په سیمه کې پر هغو هېوادونو نفوذ لري چې شک کېږي دوی د ترهګرو ملاتړي دي.

نشریې زیاته کړې، چې د چین همدې نفوذ ته په کتو او له هغو په ګټې اخیستنې سره کولای شي دغه هېوادونه د وسله والو له ملاتړه را وګرځوي او افغانستان ته سوله راولي.

په مقاله کې لیکل شوي چین په نړۍ کې دویم ستر اقتصادي قدرت دی خو تر ټولو نېږدۍ ګاوندۍ افغانستان یې په جګړو او ناخوالو کې ډوب دی، چې د دغه هېواد روان هر ډول وضعیت پر چین اغېز کولی شي.

د ګلوبل په نشریه کې ویل شوي، د افغانستان ثبات او امنیت د چین لپاره خورا مهم دی اوکه په افغانستان کې ثبات وي او امنیت تامین شي، نو چین به خپله سیمه ییزه سوداګري او ترانیزتي لار وغځوي او همدا راز به له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

سرچینه کاږدي، چین له افغانستان سره ډېرې تاریخي ديپلوماتیکې اړیکې لري او تر څنګ یې ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې به همکاري کوي، نو له همدې امله له دغه هېواد تمه کېږي چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

کلوبل ټایمز دغه مقاله پر داسې مهال خپره کړې، چې پرون د چین ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او ورسره پلاوی سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.

راپورنه وايي، دواړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی او هوکړه یې کړې، چې په دې برخه کې به مرسته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي