۰
مشرانو جرګه:

پاکستاني ملایان په غیر دیني فتواوو افغانستان کې جګړې ته لمن وهي

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د افغانستان مشرانو جرګې هم د پاکستان د علماو شورا د رییس مولانا طاهر اشرفي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله وبلله.
پاکستاني ملایان په غیر دیني فتواوو افغانستان کې جګړې ته لمن وهي
د افغانستان مشرانو جرګې هم د پاکستان د علماو شورا د رییس مولانا طاهر اشرفي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله وبلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سنا مجلس په نن سه شنبې د لړم ۱۵ مې عمومي غونده کې سناتورانو و ویل، چې پاکستان له پخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د دغه هېواد ملایان پر خپلو غیر دینی فتواوو په افغانستان کې خلک جګړې ته هڅوي.

د جرګې دوهم مرستیال محمد علم اېزدیار د پاکستان د علماو شورا د رییس مولانا طاهر اشرفي څرګندونو ته په غبرګون کې و ویل، چې دغه پاکستانی ملا خپل دینی مسوولیت او د افغانستان او پاکستان د ملتونو تر منځ اړیکې نه دي درک کړې.

نوموړي د طاهر اشرفي خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان له پخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، او د دغه هېواد ملایان په خپلو غیر دینی فتواوو سره افغانستان کې خلک جګړې ته هڅوي.

ښاغلي اېزدیار د افغانستان د علماوو شورا څخه په کلکه وغوښتل، چې د پاکستان د علماوو شورا رییس د خبرو کلک ځواب ورکړي او هغه دې ته متوجه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسي جرګې هم د طاهر اشرفي په څرګندونو سخت غبرګون وښود او د افغانستان له علماو شورا څخه یې په کلکه وغوښتل، چې د وکیلانو په وینا د پاکستان بې سواده او د آی اېس آی د مزدورو ملایانو کلک ځواب وکړي.

باید و ویل شي، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او حقانیه مدرسې د بنسټ ګر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د علماوو شورا رییس مولانا طاهر اشرفي ویلي و، چې د سمیع الحق په وژل کېدو سره به د ده په وینا افغانستان کې جهاد ونه درېږي، بلکې لا به شدید او تر هغې به دوام وکړي، تر څو هلته یو باطل هم پاتې نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او حقانیه مدرسې د بنسټ ګر مولانا سمیع الحق د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان اسلام آباد په راولپنډۍ ښار په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا د چړو په ګزارونو و وژل شو.

جمهور خبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي