۰

طالبانو د غزني پر جاغوري ولسوالي برید کړی او جګړه روانه ده

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ بریدونه کړي او جګړه لا هم روانه ده.
طالبانو د غزني پر جاغوري ولسوالي برید کړی او جګړه روانه ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ بریدونه کړي او جګړه لا هم روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جاغوري امنیه قوماندان یونس رمضاني ویلي، طالبانو تېره شپه له څلورو خواو پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم نوموړي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وایي، جګړه اوس هم روانه ده او که هوايي مرسته ورونه رسېږي ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت شورا هم ویلي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه د جاغوري ولسوالۍ په داوود او اچقول کلیو کې روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري وايي، طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي چې له امله یې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې هوايي ځواک جاغوریو ته رسېدلی او ډېر ژر به وسله وال طالبان وځي.

غزني پر جاغوري ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پر داسې مهال کېږي، چې دغه ډلې وړمه ورځ د یاد ولایت پر خوګیاڼو ولسوالۍ هم بریدونه کړي، چې یو شمېر سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي