۰

ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره نیول شوي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې اړوند دوه پاکستاني وسله وال له خپلو کورنیو سره یو ځای نیول شوي دي.
ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره نیول شوي
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې اړوند دوه پاکستاني وسله وال له خپلو کورنیو سره یو ځای نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پاکستاني داعشیان پرون چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیات کول، چې پر مهال یې دوه پاکستاني داعشیان له خپلو کورنیو سره ورته تسلیم شول.

داعش وسله والو خپله دوه میله کلاشنکوفونه هم افغان ځواکونو ته سپارلي.

خبرپاڼه وایي، له دغه داعشیانو سره په تسلیم شویو کسانو کې د هغوی دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي.

دغه پاکستاني داعش وسله وال تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې د صوات اوسېدونکي دي.

په نازیانو کې د داعش وسله وال او د هغوی کورنۍ پر داسې مهال نیول کېږي، چې وړمه ورځ په دې ولسوالۍ کې د داعش پر ضد ولسي پاڅون هم شوی او کابو ۵۰۰ پاڅونوالو او افغان ځواکونو د داعش ضد عملیات پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي