د هرات د کوهسان ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

19 عقرب 1397 ساعت 14:58

سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فراد د پېښې له جزیاتو ورکولو پرته ویلي، چې دغه پېښه نن شنبې د لړم ۱۹ مه د ولسوال په دفتر کې رامنځ ته شوې ده.

په ورته وخت کې ویل کېږی، چې چاودېدونکي توکي د کوهستان د ولسوال حاجي امیر په دفتره کې ځای پر ځای کړای شوي وو.

په چاودنه کې خپله حاجي امیر وژل شوی او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 110115

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110115/

جمهور
  https://www.jomhornews.com