د هرات والي له خپلې دندې استعفا کړې

20 عقرب 1397 ساعت 7:01

سرچینې وايي، د هرات والي محمد آصف رحیمي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.


سرچینې وايي، د هرات والي محمد آصف رحیمي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا هم منظوره شوې ده.

تر اوسه د والي د استعفا لامل نه دی په ډاګه شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com