سرچینې وايي، د هرات والي محمد آصف رحیمي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا هم منظوره شوې ده.
تر اوسه د والي د استعفا لامل نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل