جاغوري کې ۱۰ کمانډو سرتېري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي

21 عقرب 1397 ساعت 8:09

سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې او درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې او درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په جاغوري ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده خو وړمه شپه یو ځل بیا طالبانو پر دغه ولسوالۍ پراخه بریدونه کړي دي.

د غزني د امنیه قواندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، د طالبانو په بریدونو کې ۱۰ کمانډو سرتېري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز ۶ کمانډو او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې سیرت زیاتوي، چې په سیمه کې د طالبانو پر خځو هم هوايي بریدونه شوي، چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم جاغوري کې د جګړې پخلی او د ۲۰ افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

مجاهد په پیغام کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي په عملیاتو کې د ولسي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 110162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com