سولې شورا:

طالبانو د مسکو په غونډه کې بین الاافغاني خبرو ته لېوالتیا وښوده

22 عقرب 1397 ساعت 15:03

د افغانستان د سولې عالي شورا تاییدوي، چې د مسکو په غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو بین الاافغاني مذاکراتو ته لېوالتیا وښوده.


د افغانستان د سولې عالي شورا تاییدوي، چې د مسکو په غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو بین الاافغاني مذاکراتو ته لېوالتیا وښوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د مسکو کنفرانس کې یې هم ګډون کړی وو، نن سه شنبې د لړم ۲۲ مه کابل کې یوې خبري غوندې ته و ویل، چې طالبانو د جګړې د پای ته رسېدو په خاطر افغانانو تر منځ د سولې خبرو ته لېواله ښکارېدل.

نوموړي و ویل، د مسکو غونده کې د طالبانو استازو هم ټینګار کاوه، چې جګړه د حل لار نه ده او باید دغه مسلې ته د سیاسي لارې حل ولټول شي.

هغه د طالبانو دې شرط چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه وځي و ویل، که چېرې امریکا افغان سولې ته جدي وي، نو دا شرط هم کومه ستونزه نه شي راولاړولی.

د سولې عالي شورا یو بل غړي مولوي عطاالرحمن سلیم هم ورته څرګندونې درلودې او ویې ویل، چې د مسکو غوندې ډېری ګډونوالو پر بین الاافغاني مذاکراتو ټينګار کاوه.

بل خوا د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد پر روسیې چارواکو نیوکه وکړه، چې د افغانستان د مسلې په تړاو رغنده څرګندونې نه کوي.

نوموړي د افغانستان له پاره د روسیې پر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف غږ وکړ، چې د افغانستان د مسلې په تړاو خپل نظریات رغنده خوا ته بدل کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجیلیل سروش
 


د مطلب کود: 110228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com