د پاکستان کراچۍ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

26 عقرب 1397 ساعت 10:16

د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د له مخې چاودنه تېره شپه (د لړم ۲۵ مه) د کراچۍ ښار د قاید آباد پل لاندې شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

خو روغتیايي کارکوونکو ویلي، دوی ته د دوه تنو جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي،چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com