۰

ازبکستان له افغانستان او پاکستان سره ګډ سوداګریز ګروپ جوړوي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
ازبک چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې یو ګډ ګروپ جوړ دي.
ازبکستان له افغانستان او پاکستان سره ګډ سوداګریز ګروپ جوړوي
ازبک چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې یو ګډ ګروپ جوړ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه دیپلومات فرقت صدیقوف کړې دي.

نوموړي ویلي، دغه درې واړه هېوادونه د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پراخ فرصتونه لري نو له همدې امله دا هڅه کوي چې ترمنځ یې ګډ سوداګریز ګروپ رامنځ ته کړي.

د صدیقوف په خبره، په دې اړه یې لومړنۍ هڅې پیل کړې او موخه یې دا ده، چې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل شي.

دی وايي، په پاکستان کې د چین سيپیک پروژه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده نو افغانستان او ازبکستان ته هم په کار ده، چې له دغه ستر سوداګریز تحول سره ګام پر ګام مخ ته لاړ شي.

هغه ټینګار کړی، چې ازبکستان به له یادو دواوړو هېوادونو سره په اړیکه کې شي او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو پر سر به یوې پایلې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي