۰
مشرانو جرګه:

د ټاکنو کمېسیون او یوناما هڅه کوي د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو مهندسي کړي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
مشرانو جرګه د ټاکنو د ولسي جرګې د پایلو ځنډ ته په غبرګون کې وايي، د ټاکنو کمېسیون او ځینې نړیوال بنسټونه په تېره بیا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د ټاکنو هڅه کوي د ټاکنو پایلې مهندسي کړي.
د ټاکنو کمېسیون او یوناما هڅه کوي د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو مهندسي کړي
مشرانو جرګه د ټاکنو د ولسي جرګې د پایلو ځنډ ته په غبرګون کې وايي، د ټاکنو کمېسیون او ځینې نړیوال بنسټونه په تېره بیا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د ټاکنو هڅه کوي د ټاکنو پایلې مهندسي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لړم ۲۷ مې په غونده کې و ویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځندول د اندېشنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړه په دې برخه کې داسې راپورنه هم شته، چې د کمېسیون ځینې ټیټ پوړي غړي په ځانګړي دول د دارالانشا مامورین او دغه راز ځینې نړیوال بنسټونه د ټاکنو پایلو کې لاسوهنه کوي، نو ځکه یې د ټاکنو پایلې ځنډولې دي.

د مشرانو جرګې رییس ټینګار وکړ، چې کمېسیون باید خپله بې طرفي وساتي او خبل کار تر سره کړي او که چېرته د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه وشي، دغه پایلې به ولس ته د منلو نه وي.

د جرګې یو تن غړي زلمي زابلي هم و ویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یا یوناما د رایو شمېرلو پروسه کې مداخله کوي او په همدې خاطر د ټاکنو کمېسیون ویاند هم خپله دنده پرېښې ده.

نوموړي و ویل، چې د رایې شمېرنې په تړاو د ټاکنو د دوه کمېسیونو داخل کې هم ګڼې ستونزې دي او غوښتنه یې وکړه، چې دواړه کمېسیونونه دې په یوه ګد خبري کنفرانس کې هغه لاسوهنې له ولس سره شریکې کړي، چې د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د لړم میاشتې په ۱۹ مه نېټه اعلان شي، خو د نامعلومه لاملونو له امله وځنډول شو.

اوس هم داسې ویل کېږي، چې ښايي کمېسیون ونه شي کولای په ټاکلي وخت د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي او دا هغه څه دي، چې مشرانو جرګه یې هم اندېښمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي