ننګرهار کې سیمه ییز اردو فعالیت پیل کړ

30 عقرب 1397 ساعت 13:43

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزې اردو یو ټولی سرتېري تر روزنې وروسته فارغ او خپلې دندې ته ستانه شول.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزې اردو یو ټولی سرتېري تر روزنې وروسته فارغ او خپلې دندې ته ستانه شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزه اردو دغه سرتېري د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې روزل شوي او همدلته یې دنده پیل کړې ده.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمه ییزه اردو د سرتېرو د فراغت په مناسبت په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري ویلي، د خوږياڼو ولسوالۍ هغه ځوانان، چې پخوا يې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کړې وه په خپله خوښه د سيمه ييزې اردو په ليکو کې شامل شوي دي.

د جنرال وزیري په وینا ياد ځوانان تر مسلکي زده کړو او روزنې وروسته فارغ شوي او په خوږياڼو ولسوالۍ کې به خپلو خلکو ته د خدمت او د خپلې سيمې د امنيت ساتلو په موخه به په مجهزو پوستو کې ځای پر ځای شي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 110519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com