د روسې د استخباراتو رییس جنرال ایګرکوروبوف د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت وايي، جنرال کوروبوف له څه مودې راهیسې ناروغه شوی و، چې تېره شپه د ۶۲ کلونو په عمر ومړ.
جنرال کوروبوف د روسیې د پوځ یو پیاوړی کس و او په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې د استخباراتو د رییس په توګه په دنده وګمارل شو.
د روسیې دفاع وزارت د جنرال کوروبوف په مړینه خواشني ښودلې او دا یې یوه لویه ضایعه بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل