افغانستان کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی

3 قوس 1397 ساعت 11:22

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، یو امریکايي سرتېری په دغه هېواد کې وژل شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.


په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، یو امریکايي سرتېری په دغه هېواد کې وژل شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکایي سرتېري د وژل کېدو پخلی نن شنبې د لیندۍ ۳ مه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې شوی دی.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوی، چې دغه سرتېری چېرته او کله وژل شوی خو وایي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د یاد سرتېري هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې نه شي په ډاګه کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې کابل کې د امریکا یو سرتېری په یوه داخلي برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com