۰

سکاټ مېلر فراه ته تللی او وايي دغه ولایت کې به طالبان وځپي

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې فراه ولایت ته د امنیت وضعیت د جاج اخستلو به موخه تللی وایي، په دغه ولایت کې به وسله وال طالبان وځپل شي.
سکاټ مېلر فراه ته تللی او وايي دغه ولایت کې به طالبان وځپي
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې فراه ولایت ته د امنیت وضعیت د جاج اخستلو به موخه تللی وایي، په دغه ولایت کې به وسله وال طالبان وځپل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مېلر پرون شنبې د لیندۍ ۳ مه له ماسپښین وروسته فراه ولایت ته تللی او هلته یې په پي ار ټي کې له بهرنیو ځواکونو او د فراه د ولایتي ادارې له چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د فراه د امنیت په خاطر به هلته د خپلو هوايي ځواکونو یوه ډلګۍ هم ځای پر ځای کړي تر څو له افغان ځواکونو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په ځپلو کې برخه واخلي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه به په فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو بریدونه وکړي او دغه ډله به وځپي.

مېلر په خپلو خبرو کې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو مبارزه او سرښندنې هم ستایلې او ټینګار یې کړی، چې له افغان ځواکونو سره به خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان پر داسې مهال فراه ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

باید و ویل شي، چې سکاټ مېلر تر دې څو ورځې وړاندې غزني ولایت ته هم تللی و او د دغه ولایت له چارواکو سره یې د غزني په امنیت خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي