د هند د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ

4 قوس 1397 ساعت 10:43

هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوراج پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی او پر ځای به یې دوه نور وزیران هند ته ولېږي.


هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوراج پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی او پر ځای به یې دوه نور وزیران هند ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز لیکلي، چې مېرمن سوراج د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي له بلنک لیک څخه مننه کړې، خو ویلي یې دي، چې پاکستان ته نه ځي.

مېرمن سوراج د هند او پاکستان تر منځ د یوې نوې لارې د پرانستې مراسمو ته وربلل شوې وه، خو نوموړي ویلي، چې دا نه ځي او پر ځای به یې دوه نور وزیران ورشي.

د هند او پاکستان تر منځ دا نوی سرحدي دهلیز به د دواړو هېوادونو په پنجاب ایالتونو کې د سکانو دوه مذهبي ځایونه سره ونښلوي او د هندوستان ټایمز په وینا په پرانستو سره به یې دواړو هېوادونو کې مېشت سکان له وېزې پرته مذهبي ځایونو ته تللی شي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو د دغه لارې پرانستل کېدل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مثبت ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com