بلخ کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

6 قوس 1397 ساعت 9:45

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو بلخ ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو بلخ ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي، د نوید ۲۵ عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه عملیات د چهاربولک په زېکزېک او نوارد زېکزېک کلیو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې د BM1 یو عدد سرګلوله او یو ماین هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com