۰

بدخشان کې یوه طالب وسله وال خپله مېرمن وژلې ده

سی شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
سیمه ییزه چارواکو ویلي بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه جنګیالي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.
بدخشان کې یوه طالب وسله وال خپله مېرمن وژلې ده
سیمه ییزه چارواکو ویلي بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه جنګیالي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د لیندۍ ۵ مه د بدخشان مرکز فیض آباد په یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بي بي سي ته ویلي دغه طالب وسله وال د شپې له تیارې په ګټې اخیستنې خپل کلي او کور ته ننوتی او پر خپله مېرمن یې ډزې کړې او وژلې یې ده.

د والي ویاند ویلي، وژل شوې مېرمن ۳۵ کاله عمر او پنځه ماشومان لري، خو تر اوسه یې د وژنې لامل نه دی روښانه شوی.

د نظري په وینا د پېښې له رامنځ ته کېدو سره سم د کلي خلک خبر شوي، خو برید کوونکی له سیمې پېښې سپکې کړې، چې اوس یې په اړه د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي