ګلوبل پارټنرشېپ له افغانستان سره ۱۰۰ میلونه ډالر مرسته منظور کړې

6 قوس 1397 ساعت 11:18

د ګلوبل پارټنرشیپ په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.


د ګلوبل پارټنرشیپ په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستو په لړ کې یې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړي دي.

سرچینه وایي، په همدې مرستو کې ۱۰۰ میلیونه ډالر افغانستان ته ځانګړي شوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ورکول شي.

د ګلوبل پارټنرشیپ  زیاته کړې دغه مرسته په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینې برابرولو په موخه ځانګړې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو پیسو په ګټه اخیستنې به د افغاستان په وروسته پاتې سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شي.

د ګلوبل پارټنرشیب د معلوماتو پر بنسټ دغه سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com