۰

ګلوبل پارټنرشېپ له افغانستان سره ۱۰۰ میلونه ډالر مرسته منظور کړې

سی شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د ګلوبل پارټنرشیپ په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
ګلوبل پارټنرشېپ له افغانستان سره ۱۰۰ میلونه ډالر مرسته منظور کړې
د ګلوبل پارټنرشیپ په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستو په لړ کې یې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړي دي.

سرچینه وایي، په همدې مرستو کې ۱۰۰ میلیونه ډالر افغانستان ته ځانګړي شوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ورکول شي.

د ګلوبل پارټنرشیپ  زیاته کړې دغه مرسته په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینې برابرولو په موخه ځانګړې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو پیسو په ګټه اخیستنې به د افغاستان په وروسته پاتې سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شي.

د ګلوبل پارټنرشیب د معلوماتو پر بنسټ دغه سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي