زابل کې د طالبانو پاکستانۍ مالي مسوول نیول شوی دی

7 قوس 1397 ساعت 9:13

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو مالي مسوول نیولی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو مالي مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ویلي، دغه نیول شوی کس د پاکستان تبه دی، چې په زابل کې یې وسله وال تمویلول.

د زابل امنیه قوماندان په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو زیاته کړې یې ده، ګومان کېږي نیول شوي کس جاسوسي هم کوله.

د هغه په وینا له نیول شوي کس څخه پلټنې دوام لري او په اړه به یې جزیات وروسته خپاره شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 110755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com