۰

د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد درېیم سفر پیل شو

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۳
امریکا وايي، د افغان سولې له پاره جدي ده، او په همدې موخه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل درېیمه سفر هم پیل کړ.
د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد درېیم سفر پیل شو
امریکا وايي، د افغان سولې له پاره جدي ده، او په همدې موخه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل درېیمه سفر هم پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر به د ډسمبر له ۲مې نېټې پیل او تر ۲۰مې پورې دوام وکړي.

خلیلزاد به دا ځل د افغان سولې په اړه روسیې، ازبکستان، ترکمنستان او بلجیم ته هم ولاړ شي او د لومړي ځل له پاره به د افغان سولې او جګړې په تړاو له روسي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات، او قطر ته سفرونه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی به له افغان ولسمشر غني او نورو افغان حکومتي او غیر حکومتي شخصیتونو سره وګوري او د سولې د راتګ په اړه به خپل نظریات ورسره شریک کړي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، خلیلزاد به له دوی وغواړي، چې امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده او دوی ته هم پکار ده، چې په جدي توګه په دې برخه کې همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې دا د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد درېیم رسمي سفر دی، چې افغانستان او د سیمې هېوادونه یې ته کوي.

نوموړي تر دې وړاندې دوه ځلې، افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، اماراتو او قطر ته سفرونه کړي او هلته یې له چارواکو او طالب استازو سره خبرې کړې دي.

تر لومړنیو دوه سفرونو وروسته خلیلزاد خپل سفرونه له لاس ته راوړڼو ډک وبلل او تمه یې وښوده، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې سوله ټینګه شي.

هغه څو ورځې وړاندې هم له یوه تلوېزیون سره په مرکه کې هم هیله ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې په افغانستان کې له ټاکنو وړاندې باید سوله وشي.

خلیلزاد پر داسې مهال افغانستان ته د سولې په تړاو درېیم سفر پیلوي، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم په یوه غونده کې ویلي امریکا غواړي ژر افغان جګړه ختمه شي خو له دې هېواده د وتلو کوم پلان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي