۰

روسیې هم افغانستان کې ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
روسیې په افغانستان کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدا اندېښنه ښودلې او پر امریکا یې غږ کړی هغه کسان محاکمه کړي، چې په افغانستان کې د ملګي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري.
روسیې هم افغانستان کې ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې
روسیې په افغانستان کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدا اندېښنه ښودلې او پر امریکا یې غږ کړی هغه کسان محاکمه کړي، چې په افغانستان کې د ملګي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت  وايي، په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملګي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې او دا د جدي اندېښنې وړ ده.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې، په هلمند، پکتیا او نورو سیمو کې په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي خو دغه ځواکونه یې په اړه پټه خوله دي.

روسیه وايي، د امریکا دغه ډول کړنې به د افغانانو حساسیتونه وپاروي او په سیمه کې به روانې ناندرۍ او جګړې نورې هم اوږدې کړي.

د روسیې دفاع وزارت پر امریکا غږ کړی چې په جدي توګه د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او په دې توګه دې هلته جګړې نه اوږدوي.

مسکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار مذاکرات دي او له دې پرته به په دغه هېواد کې جګړې نورې هم اوږدې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي