۰
جنرال مېلر:

په جګړه یې نه طالبان او نه هم افغان ځواکونه ګټلی شي، ښه ده چې سوله وکړي

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، جګړه د افغانستان د روانې کشالې د حل لار نه ده او باید سیاسي جوړجاړی وشي.
په جګړه یې نه طالبان او نه هم افغان ځواکونه ګټلی شي، ښه ده چې سوله وکړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، جګړه د افغانستان د روانې کشالې د حل لار نه ده او باید سیاسي جوړجاړی وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر پرون سه شبنې د لیندۍ ۱۴ مه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غوندې وروسته خبریالانو سره خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي و ویل، که څه هم افغان ځواکونه ډېر پياوړي او مسلکي شوي، افغانان پر خپلو ځواکونو وياړي، خپل ټول عمليات یې پلان کړي او يرغليزو عملياتو ته اوس ډېره پاملرنه کوي، خو په خبره یې بیا هم جګړه د حل لار نه ده.

جنرال مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي«افغان شخړه نظامي حل لار نه لري، نه یې طالبان ګټلی شي او نه افغان ځواکونه، دغه شخړې ته باید یوه سیاسي حل لار ولټول شي.»

د هغه په وینا سوله یوه اړتیا ده، ځکه هره ورځ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او دوی د سولې او سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې امريکا د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او يواځې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره زمينه برابروي.

خو زیاته یې کړه، چې د سیاسي هلو ځلو تر څنګ به پوځي عملیات هم دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي