۰
سرچینه:

پاکستان کې د خلیلزاد او طالب استازو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د سولې له چارواکو باخبره یوه سرچینه وايي، پاکستان کې زلمي خلیلزاد او د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو شوې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
پاکستان کې د خلیلزاد او طالب استازو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې
د سولې له چارواکو باخبره یوه سرچینه وايي، پاکستان کې زلمي خلیلزاد او د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو شوې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

یوې سرچینې چې د سولې په برخه کې معلومات لري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې خلیلزاد اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د استازو سره هم لیدلي دي.

سرچینه وايي، خلیلزاد په خپلو خبرو کې طالبانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور ومني، له دولت سره د سولې خبرې پیل کړي او امریکا به یې مالي ملاتړ وکړي.

خو په وینا یې طالب استازو د خلیلزاد دغه خبرې رد کړې او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو شتون نه دی منلی ځکه د هغه په خبره طالبانو ورته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له شتون سره د سیمې هېوادونه مخالف دي او دا شتون یې په دې هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب دی.

دغه سرچینه وایي، طالبان په دې باور دي، که امریکا په افغانستان کې پاتې شي او دوی سوله وکړي، نو دغه ډله به په کلي صورت له منځه ولاړ شي، نو ځکه د امریکا شتون نه مني.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد دوه ورځې په پاکستان کې تېرې کړې او د دغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې په سولې خبرې وکړې.

تر اوسه په رسمي ډول دا نه ده تایید شوې، چې خلیلزاد په پاکستان کې رښتیا هم د طالب استازو سره لیدلي کنه، خو اسلام آباد ته د هغه تر سفر وړاندې د طالبانو د قطر دفتر یو ۷ کسیزه پلاوی هم پاکستان ته تللی وو.

خلیلزاد نن پنشنبې کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره تر لنډې کتنې وروسته مسکو ته غوځېدلی تر څو له روسي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي