۰

روسیې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته رایه نه ده ورکړې

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
ملګري ملتونه په یوه خبرپاڼه کې وايي، روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته رایه نه ده ورکړې.
روسیې  د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته رایه نه ده ورکړې
ملګري ملتونه په یوه خبرپاڼه کې وايي، روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته رایه نه ده ورکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر په یاده خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د تېرې پنشنې په ورځ په دغه سازمان کې د افغانستان په اړه کلنۍ ځانګړې غونډه درلوده.

د سرچینې په وینا په دې غونده کې د افغانستان څخه پر دوامده ملاتړ، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د افغان حکومت د مبارزې پر سر خبرې او ملاتړ وشو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د غونډې برخوالو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او له افغان حکومت یې ملاتړ وکړ.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د بيارغونې، سولې، ثبات اقتصادي پرمختګ، پر ځان بساينې او له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو دفتر زیاتوي، چې په همدې اړه یوه پرېکړه وشوه چې ۱۲۴ هېوادونو مثبته رایه ورکړه خو دریو نورو هېوادونو روسیې، لیبیا او زمبابوې ممتنع رایه وکاروله.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، دوی ځکه مثبته رایه نه ده ورکړې، چې په دغه پرېکړه لیک کې د روسیې اندېښنې په پام کې نه وې نیول شوې.

د روسیې استازي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د ځينو هېوادونو د فعاليتونو له امله ددغه هېواد حالات خراب شوي دي.

خو په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صیقل ځینې هېوادونه تورن کړي، چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي