فاریاب کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي دي

18 قوس 1397 ساعت 14:01

د کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون شنبې د لیندۍ ۱۷ مه ماښام مهال د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه وکړل او جګړه رامنځ ته شوه.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د قوماندان ملا نصرت په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او د قوماندان ملا موسی په په ګډون ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو یو شمېر وسله والو جسدونه د جګړې په میدان پاتې او یو شمېر وسلې یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه وزارت وایي، په جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 111130

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111130/

جمهور
  https://www.jomhornews.com