کاپيسا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

19 قوس 1397 ساعت 12:28

د کورنیو چارو وزارت په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۵۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۵۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګډو افغان امنیتي ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې چاڼیزو عملیاتو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او ۵ یې له وسلو او مهماتو سره افغان ځواکونو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عملیاتو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ ۵۲ واړه او لوی کلي د وسله والو له شتون څخه په کلي توګه پاک شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي وو، چې پرون په بریالۍ توګه پای ته ورسېدل.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د بیا راتګ د مخنیوي او امنیت په موخه په سیمه کې ځینې امنیتي پوستې هم اچول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 111152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com