د کورنیو چارو وزارت په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۵۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګډو افغان امنیتي ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې چاڼیزو عملیاتو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او ۵ یې له وسلو او مهماتو سره افغان ځواکونو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عملیاتو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ ۵۲ واړه او لوی کلي د وسله والو له شتون څخه په کلي توګه پاک شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي وو، چې پرون په بریالۍ توګه پای ته ورسېدل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د بیا راتګ د مخنیوي او امنیت په موخه په سیمه کې ځینې امنیتي پوستې هم اچول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا