بغلان کې یوه زوی خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې ده

19 قوس 1397 ساعت 14:37

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یوه ځوان خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یوه ځوان خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پښه پرون ماښام (د لیندۍ ۱۸مه) د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وحیدالله نظامي وايي، دغه پېښه د پلخمري ښار په دوهمه برخه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې یوه ځوان خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې او ورور یې زخمي کړی دی.

د هغه په وینا قاتل ځوان حسیب الله نومېږي او ۲۲ کلن دی، چې نن د پولیسو له خوا نیول شوی دی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دی په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په بادغیس ولایت کې د یوه جومات ملاامام له خپلې مېرمن څخه سر پرې کړی وو.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 111163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com